نن پنجشنبه له غرمي وروسته  څو بریدګرو د کندهار ولایت پر امنیه قومندانۍ برید کړی، چې دوه تنو یې قومندانۍ ته څېرمه  ځان ته چاودنه ورکړې او شپږ نور یې د قومندانۍ ودانۍ ته دننه شوي وو.

ساعت مخکې کورنیو چارو وزارت د برید په تړاو اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي و د برید ګرو له ډلې یې پنځه تنه وژلي او د نورو د ویشتلو له لپاره هڅې روانې دي.

خو اوس له کندهار داسي راپورنونه را رسیدلی چې یاد برید د ټولو برید ګرو په وژل کېدو سره پای ته رسیدلی او د پیښې له ځایه ۱۰ مړي او څه باندې ۶۰ زخمیان روغتون ور لیږدو شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريد مسئوليت منلی او رسنيو ته په يوه ليږلي بيان کې يې ويلي چي گڼو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې.