د افغانستان جمهوري ریاست له لوري د غزني په پروني برید کې د ۲۰۳ تندر قول اردو، پلې لوا قومندان ډګروال عبدالمبین د وژل کیدو په تړاو خپره کړې اعلامیه کې وایي، تروريستان نه‌شي کولاى په خپلو بُزدلانه حملو سره د هغو کسانو اراده کمزورې کړي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې ځانونه قربانوي.

د ولسمشر مانۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي،:” په ډېرې خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو په غزني ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې پلې لوا قومندان ډګروال عبدالمبین محبتي په شهادت ورساوه”.
په اعلامیه کې د ډګروال عبدالمبین محبتي کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو ته د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د خواخوږۍ او همدردۍ مراتب وړاندې شوي او نوموړي ته یې د فردوس جنت دوعا کړې ده.

ډګروال محبتي د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د امنیتي وضعیت د ارزولو په موخه پرون له غرمې وروسته  دغې ولسوالۍ ته ورغلی وو چې د وسله والو طالبانو د نفوذي کس له لوري په ډزو ووژل شو.

د پیښې مسولیت هم وسله والوطالبانو منلی او د دې ترڅنګ یې د څلورو امریکایي عسکرو د وژلو ادعا هم کړې ده.

خو ناټو تر دې مهال د خپلو سرتیرو د وژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.