د افغان ولسمشر دویم مرستایل محمد سرور دانش د اهل تشیع په سپېڅلو ځایونو، د عزادارۍ په ورځو او غونډو د ځانمرګو بریدونو د ارزونې کمېسیون راپور وړاندې کړ.

ارګ ماڼی په یو بیان کې لیکلي چي “د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن ماښام په ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال د اهل تشیع په سپېڅلو ځایونو، د عزادارۍ په ورځو او غونډو د ځانمرګو بریدونو د ارزونې کمېسیون راپور وړاندې کړ.”

خبرپاڼه زیاتوي چي “کمېسیون د ګڼو غونډو له جوړېدو او د امنیتي ارګانونو له خوا د وړاندې شویو اسنادو له ارزونې وروسته، د اهل تشیع په مذهبي مراسمو، مدني غونډو او سپېڅلو ځایونو د تروریستي بریدونو د مخنیوي په موخه خپلې موندنې او رغنده وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل.”

د خبرپاڼې په وینا “د کمېسیون د موندنو په اساس، له دغه شان تروریستي بریدونو څخه د دښمن اصلي موخه په هېواد کې د شته قومونو او اسلامي مذاهبو ترمنځ د تفرقې ایجادول دي.”

ارګ ماڼی وايي “ملي امنیت شورا د موظف کمېسیون  موندنو، وړاندیزونو او راپور له اورېدو وروسته د کمېسیون له غړو څخه په مننې یو وار بیا په هېواد کې د شته قومونو او اسلامي مذاهبو ترمنځ پر وحدت او انسجام ټینګار وکړ او اړوندو ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې د اهل تشیع د غونډو، د عزادارۍ د ورځو او مقدسو ځایونو کې د امنیتي ګواښونو د رامنځته کېدو د مخنیوي په موخه  په ګډه همغږۍ او د خلکو په همکارۍ سره منسجم پلانونه جوړ او په اړه یې عملي اقدامات وکړي.”