افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د انګلستان په منچستر ښار کې د انګلستان د کرکټ له لوبډلې سره د کرکټ لوبه کوي.

د افغانستان ولسمشر چې وړمه ورځ د انګستان هېواد د رسمي بلنې له مخې دغو هېواد ته تللی دی نن د انګستان په منچستر ښار کې د افغانستان او انګلستان کرکټ ټیمونو ترمنځ د سیالۍ نندارې ته ورغلی او اوس مهال د کرکټ لوبې ته ناست دی.

د افغانستان کرکټ لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې خپلې ټولې لوبې بایللی نن له انګلستان او راتلونکې شنبه له هندوستان او دوشنبه به له بنګلدیش هېودانونو سره د سیالۍ میدان ته کښته شي.