دافغانستان نظامي چارواکي وایي د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار اړونده سیمو کې یې د هوایي ځواکونو د هدفمنده بریدونو پر مهال ۱۴ طالب وسله وال وژلي دي.

دغه راز د افغان ځواکونو له لوري د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې هم یوه هوایي حمله ترسره شوې چې په پایله کې یې ۱ طالب وسله وال وژل شوی دی.