کورنیو چارو وزارت وایي، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې یې د مخدره توکو د یوه قاچاق وړونکي او غیر مسول وسله وال قومندان په کور کې ګڼې سپکې او درنې وسلې موندلې او ضبط کړې دي.

کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې د ارزګان ولایت د پولیسو ځواکونو له لوري تېره ورځ مازدیګر د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د یوه غیر مسول وسله والو قومندان او د مخدره توکو د قاچاق وړونکي، نوروزي، په کور عملیات شوي چې پر مهال یې له دې کوره ګڼې سپکې او درنې وسلې د پولیسو لاسته ورغلې او په تړاو یې د دغو غیر مسول وسله وال قومندان په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.

خبر پاڼه کې راغلي چې د دې نا مسوله وسله والو قومندان او د مخدره توکو دقاچاق وړونکي له کوره یو میل هاوان له ۱۶ مرمیو سره، یو میل راکټ له ۲۲ مرمیو سره، ۳ میله پیکاګانې، یو میل کلاشیکوف، یو میل ام ۴ وسله یو ګرنیټ، یو میل تومانچه، ۷ چانټې ، ۳۰۰۰ د دهشکې مرمۍ، یوه د بدنۍ پلټنې اله  او یو عرداده فیلډر موټر د پولیس لاسته ورغلی دی.

کورنیو چارو وزارت وایي چې تر دې مخکې یې هم له غیر مسوله وسله والو څخه ګڼې وسلې راټولې کړې دي او دغه لړۍ په شدت سره په ارزګان کې دوام لري.