د افغانستان د امنیتي سکتور ناسته کې چې پرون د ‌ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې وه، د ننګرهار ولایت د امنیتي بنسټونو مسوولینو ته دنده سپارل شوې چې د ننګرهار د جنایي جرمونو، ترورېستي فعالیتونو، اختطاف او سازمان شویو ترورونو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي چې،په دغې ناسته کې د ننګرهار ولایت په ګډون  دهېواد د ځینو نورو  ولایتونو پر امنیتي وضعیت هم بحث شوی دی.

د خبر پاڼې په حواله، په دې جلسه کې د ملي امنیتي ځواکونو د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د افغانستان د خلکو د ارامۍ دښمنانو ځپلو لپاره اړوند بنسټونو  ته لازم هدایات ورکړي دي.