د امریکا د ویرجینیا ایالت پولیس وايي، چې د دې ایالت ویرجینیا بیچ د ښاروالۍ په ودانۍ کې د یوه سوپرمارکیټ کارکونکونکي پرون د مۍ په ۳۱ مه  پر خلکو برید کړی مخکې له دې چې بریدګر د پولیسو له لوري و وژل شي نوموړي ۱۲ کسان په ډزو سره ووژل.

د امریکا د ویرجینیا ایالت، د پولیسو مشر جمیز رسنیو ته ویلي چې، د جمعې په ورځ ماښام  بریدګر د ښاروالۍ ودانۍ ته ننوتي ۱۲ کسان یې په ‌ډېر ه چټکۍ او بېرحمۍ سره وژلي او ۶ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه بریدګر د ښار د عامه پلورنځي د اوږدې مودې یو ناراضي کارکوونکي ګڼل شوي، خو په دې هکله، چې ولي هغه دغه برید ته لاس واچوه لا روښانه نه ده.