د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون جمعه د جوزا په ۱۰ مه د اسلامي همکاریو سازمان په څنډه کې، د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره،  د سعودي عربستان د مکې معظمې په ښار کتلي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو مناسباتو، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، سولې، امنیت او تروریزم سره د مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې”.

خبر پاڼه زیاتوي چې په یاده کتنه کې ولسمشر غني د پاکستان فضایي حریم څخه هند ته د افغانستان د الوتکو د الوتنو پرمخ کې را پیدا شوې ستونزه له عمران خان سره مطرح کړې ده.

د خبر پاڼې له قوله په دې ناسته کې د پاکستان لومړي وزیر له ولسمشر غني سره  ژمنه کړې چې د دې ستونزې حل ته به ځانګړې توجه وکړي.