د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار ډاکټر حمد الله محب نن د یوه لوړ پوړي افغان پلاوي په ملتیا د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه په رسمي بلنه دغو هېواد ته رسیدلی دی.

په دې سفر کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي او د ترانسپورت وزیر محمد حمید تهماسي د ملي امنیت شورا د سلاکار ملاتیا کوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی محب به پاکستان ته د خپل دې رسمي سفر پرمهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ یاد هېواد ته د ولسمشر غني د راتلونکې سفر په اړه هم له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.