نظامي چارواکي وایي د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د ځمکني او هوایي بریدونو پرمهال ۲۶ طالب وسله وال وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي.

خامه پریس خبري اژانس ته د رالېږل شوې خبر پاڼې له قوله د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو  ځمکني محاربوي عملیاتو کړي چې پر مهال یې ۱۴ ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ژوبل شوي دي. خبر پاڼه زیاتوي، د پکتیا ولایت په یاده ولسوالۍ کې د ېوې جلا هوایي حملې پر مهال ۱۲ نور نور وسله  وال ترهګر وژل شوي دي.