د افغانستان ملي امنیت وایي د دې ریاست، ځانګړو ځواکونو چې د غوڅ ملاتړ ماموریت هوايي ملاتړ ورسره وو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر  دوو اډو عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۹ وسله وال ترهګر وژل شوي دي.

د ملي امنیت عمومي ریاست د خبر پاڼې په حواله په دغو عملیاتو کې د وسله والو ترهګرو دوه قراګاوې له منځه وړل شوې او یوه اندازه وسلې او مهمات د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.