نظامي چارواکي وایي د افغان ځانګړو ځواکونو د بیلا بیلو محاربوي عملیاتو پر مهال د هېواد په کندهار، کندز، زابل، فراه، غزني او هرات ولایتونو کې یې ۳۲ وسله وال طالبانو وژلي او په وسله والو پورې اړونده ګڼې وسلې یې له منځه وړې دي.

خامه پریس خبري اژانس ته د را لیږل شوې خبر پاڼې له مخې د افغان ځانګړو ځواکونو په دغو عملیاتو کې د کندهار په شاه ولی کوټ ولسوالۍ کې ۱۰ طالب ترهګر، د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې ۷ طالب وسله وال، د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ۲ طالب وسله وال، زابل کې یو طالب ترهګر، د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې ۳ طالب وسله وال، او فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د یوې هوایي حملې پر مهال ۸ طالب ترهګر وژل شوي دي.