د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټري پیغام کې ایران ته خبر داری ورکړی چې هیڅکله هم امریکا و نه ګواښي، نوموړي ویلي که ایران واشنګټن او یا یې ګټو ته زیان ورسوي نو دا د تهران  د ویجاړۍ په مانا ده.

ده ویلي: ”که ایران جګړه وغواړي، نو دا به یې د رسمي تباهۍ په مانا وي. تهران باید بیا امریکا ته ګواښ ونه کړئ.”

د امریکا د ولسمشر  ټرمپ دا تازه څرګندونې د هغه د تېرې اونۍ له څرګندونو سره په ټکر کې دي چې ویلی یې وو، فکر نه کوي چې امریکا دې له ایران سره په جګړه کې ښکیله شي.

دا په داسي حال کې دی چې په دې وروستیو کې واشنګټن په عراق کې د خپلو یو شمېر هغو  کارکوونکو د ایستلو امر هم کړی و چې اړتیا ورته نه وه، او د ایستلو علت یې هم  د استخباراتي مالوماتو له مخې هلته د ایران له خوا امریکايي ځواکونو ته ممکنه ګواښ په ګوته شوی.