وسله والو طالبانو پرون یکشنبه د ثور میاشتې ۲۹ مه د کابل ښار د ۷مې ناحېې اړونده د دوغ اباد په سیمه کې د پولیسو په یوه چک پانټ وسله وال برید کړی چې په پایله کې ۳ پولیس سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د غه پیښه پرون د روژه ماتي پر مهال رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دغو پولیسو سرتیرو ته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

وسله والو طالبانو د برید مسولیت منلې او ادعا یې کړې چې په دې برید کې ۸ پولیس وژل شوي دي او وسلې یې د دوی لاسته ورغلې دي.