د افغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي، پر مرکزي پوسټ خونه د برید ګرو له ډلې دوه تنه وژل شوي د نورو ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره یې هڅي روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،” د نننۍ پېښې دوه تنه ترهګر وژل شوي او د پاتې ترهګرو د له منځه وړلو عملیات روان دي”. خبر پاڼه زیاتوي چې ځانګړي ځواکونه د ملکي خلکو په ژغورلو بوخت دي او  د برید موخه مرکزي پوسټ خونه وه.