د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له غرمې مخکې د ۱۱:۴۰ دقیقو په شاوخوا کې مخابراتو وزارت  ته  څېرمه د (زیارت) په سیمه کې لومړی یوه چاودنه وشوه او وروسته بیا د مخابراتو وزارت مخې ته درې تنو ترهګرو له امنیتي ځواکونو نښته پیل کړه.

کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې سیمه د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او د پولیسو ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او امنیتي ځواکونه د ترهګرو د له منځه وړو په هڅه کې دي.

د خبر پاڼې له قوله د تلفاتو په اړه به جزئیات وروسته شریک شي.

په ورته وخت کې د عامي روغتیا مسولین وایي چې د پیښې له سیمې ورته یو ټپي وګړی ور وړل شوی او روغتیایي وضعیت هم د اندیښنې وړ نه بریښي.

د برید مسؤولیت هم تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.