د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت ویلي چې سږني اورښتونه شاوخوا ۱۶۰ میلیمتر یا د تېر کال پرتله شاوخوا پنځه برابره ډېرشوي او د اوبو کچه ۱۲ متره لوړه شوې ده.

د اوبو او بریښنا وزارت په داسې حال کې د شاو خوا پنځه برابره اورښتونو د ډېرېدو خبره کوي چې حکومت مخکې تردې په ځینو لویو ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې د اوبو کچې ټیټېدو او د وضعیت کړکېچن کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د یاونې وړی دی چې تېر کال په افغانستان کې ژمی او پسرلی ورښتونه لږ وو. د شمېرو له مخې  د دغو اورښتونه کچه شاوخوا ۳۷ میلی متره  ښودل شوې وه.

سره له دې چې وروستيو اورښتونو او سېلابونو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خلکو  سر او مال ته زیان اړولی دی، خو تر ځمکې لاند د اوبو کچه یې لوړه کړې ده.

اوبو او بریښنا وزارت مسولینو ویلي، په منځني ډول تر ځمکې لاندې د اوبو کچه له ۲ تر ۱۲ مترو پورې لوړه شوې ده او په ځینو سیمو کې ۱۸ متره لوړې شوې، خو په ځینو نورو کې بیا نیم یا یو متر لوړوالی ښوول شوی دی.