د افغانستان دکورنیوچارو وزارت وايي، د بلخ د پولیسو پخوانی مشر مل پاسوال عبدالرقیب مبارز د ننګرهار ولایت د امنیې  قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، د ننګرهار د پولیسو دغه نوی مشر عبدالرقیب مبارز د کورنیو چارو وزارت د ستر امنیتي مرستیال ارکان حرب خوشحال سعادت له لوري د دغې قومندانۍ منسوبینو ته ور و پیژندل شو.

د ننګرهار د پولیسو دغه نوي ټاکل شوي مشر په دې وروستیو کې د بلخ د پولیسو قومندان وو چې د معرفي کیدو پرمهال د بلخ د پخواني امنیې قوماندان او د دې ولایت د پخواني والي او جمعیت ګوند د مخکښ غړي عطامحمد نور د پلویانو له وسلوال غبرګون سره مخ شو خو سره له دغو غبرګونونو دی په بلخ کې په دنده وګمارل شو.