د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د غزني ولایت په مزکر، ګېرو او آب بند ولسوالیو او د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ترهګرو په ځالو بمبارۍ شوې ۵۶ وسله پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبرې په حواله، د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې ۱۶ وسله وال، د دغو ولایت په آب بند ولسوالۍکې ۱۲ او په مرکز کې یې ۸ ترهګر وژل شوي ۲ موټرونه او ۴ موټر سایکلونه یې لمنځه وړل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي د خوڅ ملاتړ ځواکونو د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځالو او پټن ځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۰ وسله وال وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د خبر پاڼې له مخې دغه هوایي حملې د حمل (وري) په ۳۰ مه ترسره شوې دي.