د افغانستان د فاع وزارت وایي، د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ مرکزي هسته یې د یاد ولایت د پوځي کمیسیون د پرېکړې له مځې له پخواني ځایه بل ځای ته لیږدولې ده.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،:” د ګېرو ولسوالۍ د اوسیدونکو په غوښته، د حکومتي ادارو د مشرانو او د سیمې د سپین ږیرو له سلا او مشورې وروسته، د یاد ولایت پوځي کمیسیون پرېکړه وکړه، تر څو د خلکو د ښه لاسرسي، د قانون د ښه پلې کېدو، او په ټوله کې د ښه امنیت د ټینګولو په موخه، د ګېرو ولسوالۍ مرکزي هسته له اوسني ځای څخه یوه بل ځای ته چې یادو برخو کې هېواد والو ته اسانتیاوې رامنځته شي بدلون وکړ”. په ورته وخت کې وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په لیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ مرکز او ټولې امنیتي پوستې یې نیولې او ګڼ دولتي عسکر یې وژلي دي.