د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن د حمل (وري) په ۲۹ مه د بېلا بیلو جرمونو لکه قتل، غلا، د ځمکو غصب، د مخدره توکو قاچاق او د غېر قانوني وسلې ګرځونې په تور ۲۰ تنه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، په بیلابیلو جرمونو دغه تورن کسان په کابل، هرات، بلخ، فراه، لوگر، خوست، نیمروز، تخار، سمنگان او بغلان ولایتونو کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
د خبر پاڼې له مخې، له دغو کسانو څخه ۴ مېله وسلې،څو موټرونه، غلا شوې پیسې او مخده توکي د پولیس لاسته ورغلي دي.