د افغانستان دفاع وزارت وایي، د غزني ولایت په ګیلان، اندړو، ناوې، آب بند او ګېرو لسوالیو کې د هوایي بریدونو او کمانډويي عملیاتو په پایله کې د طالبانو دمهمو قومندانانو، مولوي ادریس، سالار، حفیظ الله او نصیر په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ تنه ټپیان دي.

د خبر پاڼې په حواله، تیره ورځ د غزني ولایت د مرکز اړوند زیوج او منګور سیمو کې پر طالبانو هوایي بریدونه تر سره شوي د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان سالار په ګډون ٤ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي او ٢ موټر له منځه وړل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي، تیره ورځ د شپې تر ناوخته د افغان کمانډو  او هوایي ځواکونو په عملیاتو کې، د ګیلان ولسوالۍ د لوارګې، سپیدار، هوتک او الخ، د آب بند ولسوالۍ د سرفراز ، د ګیرو ولسوالۍ د پارچې او د ناوې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ١٦ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ٦ تنه ټپیان، یو موټر ، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې له منځه وړل شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې، پرون ورځ د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د مولان په سیمه کې د طالبانو په یو موټر د هوایي ځواکونو له خوا برید شوی چې په ترڅ کې یې د مولوي ادریس ٢ تنو مهمو کسانو حفیظ الله او نصیر په ګډون ٣ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.