د پخلاینې عالي شورا  د مشر تابه غړي رسنیو ته ویلي چې د قطر په بین الافغاني ناسته کې به له افغانستانه ۱۵۰ کسیزه پلاوی ګډون وکړي

د افغانستان د پخلاینې عالي شورا د مشرتابه غړي عزیزالله  دین محمد ویلي له افغانستانه به د قطر په بین الافغاني خبرو کې  ١٥٠ کسان ګډون وکړي، نوموړي زیاته کړې چې دغه پلاوی  ښایي د جمعې په ورځ حمل ( وري) په ۳۰مه  قطر ته ولاړ شي او دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.

خو د دې شورا یو شمېر نورو غړو بیا ویلي چې قطر ته ۲۰۰ کسیزه افغان پلاوی ټاکل شوي او دغه لیست به د سه شنبې په ورځ د حمل په ۲۷ بشپړ او وروستی شي.

په قطر کې د افغان سولې په اړه کیدونکې بین الافغاني ناسته ټاکل شوې چې د اپریل له ١٩ نه تر ٢١ پورې په دوحه کې تر سره شي.