Tuesday Oct 16, 2018

چین عملي څېړنو لپاره بیا ترلاسه کېدونکې سپوږمکۍ فضا ته واستوله

نوشته شده توسط ذبیح الله موسی خېل - Wed Apr 06 2016, 11:58 am

Chinaچین عملي څېړنو لپاره بیا ترلاسه کېدونکې سپوږمکۍ ( Retrievable Scientific Research Satellite  ) فضا ته واستوله.

د SJ-10 په نوم دغه سپوږمکۍ د چهار شنبې په سهار د یوه توغندي په مرسته د چین په ګوبي دښته کې پروت د جیوقوام سټلایټ پورته کولو له مرکز څخه فضا ته واستول شوه.

د فضايي علومو څېړنې ته د پراختیا ورکولو د هڅو په لړ کې دغه سپوږمکۍ د چین د ساینسي علومو د اکاډمۍ ( Chinese Academy of Science CAS ) او د دغه هېواد د یوولسو پوهنتونونو په زیار د اروپا د فضايي ادارې ( European Space Agency ESA ) او د جاپان د فضايي ادارې ( Japan Aerospace Exploration Agency ) په مرسته جوړه شوې ده.

چیني ساینسدانان وايي، دغه سپوږمکۍ به له دوی سره په څېړنو کې مرسته کوي.

د دغه ماموریت مشر ساینسدان هو ونروی وویل: (( ټولې هغه تجربې چې پر SJ-10 به سرته رسېږي هېڅکله هم په کور دننه یا بهر نه دي شوي.))

هغه زیاته کړه چې د دغو تجربو پایله به د علمي څېړنو ( Academic Research ) په ډګر کې سترې بریاوې وي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید