د سپي ساتنه د ېوه بل کورني څاروي تر ساتنې ډېره پاملرنه غواړي. که تاسې اوس پخپل کور کې سپی ساتئ، په لاندې دلایلو یې ښه پالنه وکړئ او که په دې فکر کې یاست چې سپی واخلئ نو د سپي درلودنه د دغو لاندې ټکو په اړه تاسې ته انګیزه درکولای شي.

د پلې تګ او وزرش انګیزه

د سپي درلودل تاسې ته د پلې تګ او ورزش کولو انګیزه درکوي. په کومه ورځ چې تاسې کلپ ته د تګ اراده و نلرئ د سپي په لیدو ممکن تاسې له هغه سره پلې تګ ته و هڅول شئ. په ورځني ډول ۳۰ دقیقې پلی تګ ستاسې د روغتیا په برخه کې د پام وړ مرسته کولای شي.

اندیښنه به مو کمه شي

ډېری مطالعاتو ښوولې چې د سپي درلودل د اندیښنې د کمیدنې لامل ګرځي. د سپي پالنه، ورسره لوبې کول او ان تر دې چې سپې ته کتل کولای شي ستاسې د اندیښنې کچه کمه کړي. نو په دې توګه د سپي ساتنه ستاسې ذهن او بدن ته ځانګړی اهمیت لري. د سپې خرڅونې د مشاورینو له لورې دغه تجربې ترسره شوې او په زبات رسیدلي دي.

ستاسې په ټولنیز ژوند کې ښه والی راځي

په ورځني ډول له سپي سره نه یوازې دا چې پلی تګ ستاسې له روغتیا سره  مرسته کوي، د سپي درلودل د دې سبب ګرځي چې تاسې له نورو وګړو سره اشنا شئ، معمولا کله چې خلک له تاسې سره سپی ویني نور درسره دریږي او خبرې درسره پیلوي. که هغې ټولنې ته ورشئ چې هغوی سپي ساتې ممکن له تاسې سره د سپي د روزنې او پالنې په مسئله بحث وکړي.

په دې توګه تاسې له هغو خلکو سره اړیکه ټینګه ولای شئ چې د سپیو د تولد او تناسل په برخه کې مشورې درسره شریکې کړې او د سپیو سوداګرۍ ته مو وهڅوي.

شاید د سرطان ناروغۍ ژر و پیژني

سپی د شامعې غښتلی حس لري چې په ډېرو برخو کې ورڅخه استفاده کیږی ښایي د سرطان ناروغۍ په پیژندنه کې مرسته  وکړي. د سپیو د څښتنانو له لورې ډېر ځلې داسي راپورونه ورکړل شوي چې سپیو داسې خالونه او ټاپي په اګاهانه توګه بوی کړي چې وروسته څېړنو سرطان ثابت کړی دی.

د دې احتمال شته چې ستاسي ماشومان د حسیاسیت په ناروغیو لږ اخته شي.

هغه ماشومان چې له سپیو سره په ګاونډ کې لوی شوي دي لږ په الرجي اخته کیږي، په دې توګه د دوی د بدن مقاومت د ناروغیو  په وړاندې ډېریږي.

د دغې څېړنې په اړه شوو تجربو ښوولې هغه کسان چې د سپیو د پېر او پلور کار کوي هیڅکله هم په دغسې چاپیریالیزو حساسیتونو نه دي اخته شوي.

ستاسې زړه به لا روغ او جوړ وي

څېړنو ښوولې چې که درسره یو سپی په څنګ وي نو له دې امله به مو د زړه غورځیدنه ( ضربان) ورو کیږي، په دې توګه هغه کسان چې سپي ساتي د هغوی زړونه نسبت له نورو وګړو څخه چې سپي نه ساتي، سالم دي.

دغه سلامتي په نارینه وو کې تر ښځو زیاته تر سترګو شوې ده.

هیڅکله به له روحي ستومانۍ سره مخ نشي

د دې ترڅنګ چې د سپي په درلودلو سره مو د بدني روغتیا په برخه کې ښه والی راځي، اروایي حالت مو هم ښه کیږي، هغه کسان چې سپي ساتي لږ له روحي ستومانۍ سره مخ کیږي، په روحي ستومانۍ اخته کسانو کې که څوک سپی ولري. نو د دغو کس رواني ستوماني به د هغو خلکو د خستګۍ او ستومانۍ په نسبت ډېره کمه وي چې سپي نه ساتي.

د سپي پالنه درسره مرسته کوي چې تل مثبت فکر وکړئ له اندیښنو، ذهني او اروایي ستړیاو په امان شئ.

د سپي ساتنه له عمر خوړلي انسان سره هم مرسته کوي

عمر خوړولو انسانانو ته د سپي ساتنه ګټه رسوي، هغه کسان چې په آلزایمر اخته شوي، که په کور کې سپي ولري نو د غوصه کیدو کچه به یې خورا کمه او په تاوتریخوالي به ډېر لږ لاس پورې کوي. له عمر خوړلي انسان سره د دغو خاصیتونو په برخه کې سپی مرسته کولای شي چې، په عمر خوړولو انسانو کې دغه پورته ځانګړنې د سپي په درلودلو سره غښتلي کیږي.

په ساري ناروغیو د اخته کیدو خطر کموي

د مرکې پر مهال چې له خلکو پوښتل شوي دا هم مالومه شوې، هغه کسان چې د سپي پالنه کوي لږ په بدني ناروغیو اخته کیږي، دغه کسان په ترای ګلیسرید او کلسترول تر نورو هغو خلکو چې سپي نه ساتي لږ اخته کیږي. هغه مکروبونه چې د سپي له بدن څخه انسان ته ور لېږدي د انسان د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي. نو په دې توګه د سپي څښتان تر نورو لږ په ساري ناروغیو اخته کیږي.

د خوندیتوب احساس به مو ښه شي

د سپي درلودنې یوه بنسټیزه ګټه دا هم ده چې، تاسې په کور کې له تاسې او ستاسې له کورنۍ څخه دفاع وکړي، لکه څنګه چې ټولو ته مالومه ده، ډېری غله د سپي په لیدو او یا د دې څاروي د غپا په اوریدو خپلې پښې سپکوي، په دې توګه ستاسي سپی کولای شي د بوی په حس کولو  او یا د چا دغږ په اوریدلو ناپیژانده خلک و پیژني، د سپي په درلودلو سره به ستاسي د امنیت احساس غښتلی شي.

که تاسي هم کور یا په کار ځای کې سپي ساتئ، مهرباني وکړئ د یادو ټکو په اړه مو خپل نظرونه او اندونه راسره شریک کړئ، که مو تر دې ور اخو بل ټکی په ذهن کې وي له شریکولو یې مه سپموئ.