نظامي چارواکي وایي، د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې پر طالب جګړه مارانو هوایې بریدونه شوي چې په پایله کې یې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې روانۍ اونۍ په لړ کې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې طالبانو پر دولتي امنیتي بنسټونو بریدونه کړي دي چې پر مهال یې دواړو لوریو ته درانه ځاني تلفات اوښتي.

د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د ۱۰ امنیتي سریترو د وژل کیدو او ۱۳ نورو د ټپي کیدو پخلی کړی.

خو په سیمه کې عیني شاهدانو او وسله وال طالبانو دولتي سرتیرو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر دې لوړه ښيي.