د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې نن دوشنبه د حمل وري په ۵ مه د وزیرستاني ځوان نقیب الله  مسید د وژنې په قضیه کې د پولیسو پخوانی افسر راو انوار او د هغه نور ملګري ګرم بللي دي.

د نقیب الله مسید په وژنه کې تورن پخواني پولیس افسر راو انوار د دغو وزیرستاني ځوان د وژنې پړه نه ده په غاړه اخیستې او له جرم څخه یې انکار کړی دی.

کراچۍ کې د ترهګرۍ په وړاندې دغې محکمې  د نقیب الله مسید وژنې قضیې شاهدانو ته ویلي چې د اپریل میاشتې په ۱۱ مه بیا ځلې د محکمې غونډه کیږي نو دوی دې هغه وخت بیا محکمې حاضر او د تورن کسانو پرضد دې شاهدي ورکړي تر څو قضیه پرمخ ولاړه شي.

نقیب الله مسید هغه وزیرستانی ځلمی وو چې د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۱۳ مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو له لوري له درې نورو کسانو سره ووژل شو.

د نقیب الله مسید د وژل کیدو په غبرګون کې ټول پاکستان کې پراخ لاریونه وشول ټولو لاریون والو د نقیب الله مسید د قاتلینو د محاکمه کیدو غوښتنه کوله او په دې اړه د پاکستان پښتونو لخوا تر لسو ورځو پورې پرلتونه وشول.