پرون یکشنبه د حمل ( وري) ۴ مه د پاکستان په سند سوبه کې دوه هندي نجونې تښتول شوې دي، دا سي اوازې هم شته چې دغه دوه نجونې اسلام دین ته اوښتې دي.

پاکستاني پولیس وایي چې د لا درکه شوو هندي نجونو کورنیو پولیسو ته په دې اړه شکایت کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي چې لومړي وزیر عمران خان د سند حکومت ته امر کړی چې دغه پیښه جدي و څېړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په دې اړه په یوه ټویټ کې په اسلام اباد کې له خپل عالي کمیشنر څخه غوښتې چې د دغو دوو نجونو د تښتونې او هغې ادعا په اړه چې ګواکې مذهب یې بدل کړی دی ورته راپور ورکړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، د هند د بهرنیو چارو وزیرې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هند دې اقلیت مسلمانانو ته په دغو هېواد کې پاملرنه وکړي.

له پاکستانه په ځانګړې توګه د دې هېواد له سند ایالت څخه داسي راپورونه پخوا هم خپاره شوي چې دغلته کم عمره نجونې په زور ودونو ته هڅولې کیږي دغه راز ځینې وختونه له یاد هیواد څخه د مذهب بدلولو پیښو په تړاو هم را پورونه خپاره شوي دي.

هند کې هم له مسلمانانو سره د دغسې زور زیاتي پیښې ځینې وختونه رامنځته شوې چې بیلګه یې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د دې هېواد په ګجرات کې د هندي مذهب افراطي پیروانو نږدې ۱۰۰۰ تنه مسلمانان و وژل.