بز کشي د فارسي ژبې کلمه ده دغه مرکبهکلمه له«بز» (وزه) او  «کش» (کش کولو) څخه رغیدلې، له دغې مرکبې کلمې سره د نسبت «ی» صرفي روستاړی نښتی، نو بزکشي غبرګ ویی ترې جوړ شوی، په پښتو کې بز کشي ته  وز لوبه وایي، وز لوبه هم غبرګ ویی دی چې له دوو کلمیو«وزه » او «لوبې» څخه رغیدلی دی.

وز لوبه زمونږ یوه ولسي، ملي او لرغونې لوبه ده، دغه لوبه ډېره پخوانۍ ده چې له آریا، اسپ او باختر کلمو سره تاریخي تړون او نښتون لري.

په پیل کې د اسونو روزنه په باختر کې دود وه، د لرغوني باختر اوسیدونکي به د خپلو دښمنانو د ځپلو په موخه په ډلییزه توګه په اسونو سپاره ور وپسې تلل، د مقدوني سکندر او نورو د ښمنانو په وړاندې د باختري ولس د جګړو او مبارزو په اړه روایتونه په تاریخونو کې ډېر راغلي دي.

باختري اس سواران به د دې لپاره چې تل جګړې ته تیار وي، د سولې او نه جګړې پرمهال به یې هم مانورونه او تمرینونه ترسره کول، د سولې په وخت کې به یې د دښمنانو پر ځای څاروي له یوه ټاکلي ځایه بل ځای ته په اسونو لیږدول تر څو خپلې وړتیاوې او زور نندارې ته وړاندې کړي، دغو لرغونو خلکو به په ډلییزه توګه هم دغسې تمرینات ترسره کول.

 په پایله کې د دغو تمرینونو ځای یوې خوندورې او د لیدنې وړ لوبې ونیوه چې د خلکو ترمنځ د وز لوبې ( بزکشي) په نوم دود شوه.

 په وز لوبه کې د آس سور بریا درې پړاونه په ځان کې نغاړي، د څاروي را اخیستنه، له نورو آس سورو څخه د څاروي تښتول او ټاکل شوې ځای (دایرې) ته د مړه حیوان رسول دي.

په وز لوبه کې هغه پهلوان ( چاپ انداز) ګډون کولای شي چې د پهلوانۍ څو کلنه تجربه ورسره او په مټو کې یې زور وي.

د وز لوبې کټونکی هغه پهلوان بلل کیږي چې وزه یا خوسی د میدان له ټولو خنډونو تېر او دایرې ته یې ورسوي. لکه څنګه چې پهلوان ( چاپ انداز) باید د ځانګړو مهارتونو تر څنګ په مټو کې ښه غښتلی وي، د وز لوبې آس هم باید په ځانګړې توګه غښتلی روزل شوی وي.

په باختر کې به په دودیزه توګه د وز لوبې مېله د کال په دوهمه نمایي او د ژمي په موسم کې ترسره کیده، ځکه چې په دوبې کې به اسونه په ډلییزه توګه د څړ لپاره غرونو او شنو تالو ته بیول کېدل. په دې توګه به د تلې په میاشت کې اسونه په تمریناتي شکل او د لړم په میاشت کې به دغو تمرینونو لا زور اخیست. په باختر کې به د قوس له میاشتې نیولې د حمل( وري) تر میاشتې پورې دغه دودیزې لوبې ترسره کیدلې.

د افغانستان په شمال کې د بیلګې په توګه د مزار شریف په شادیان دښته او د کندز ولایت په جم قلعه کې د دغې لوبې ډېر ستر، مهم او مشهور میدانونه شته، دغه راز په شمال او نورو شمال ختیځو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندز، سمنگان، بلخ، جوزجان، فاریاب او یو شمېر نورو کې هرکال  وز لوبه ترسره کیږي، هلته هم د دې لوبې د ترسره کیدو لپاره ډګرونه شته

د وز لوبي ډګر معمولا د مربع په بڼه وي چې هره څنډه یې ۳۵۰ متره اوږد والی لري، د دغې مربع په منځ کې د ۲۵ مترو په واټن  بل مربع شکله جوړښت ایستل کیږي چې هره څنډه یې ۳۰۰ متره اوږوالی لري.

په مهمو او سترو لوبو کې د وزې پرځای له خوسي څخه هم استفاده کیږي چې وزن یې باید د پنځه او اوه منه ترمنځ وي.

په دودیزه توګه وزه او یا خوسی له لوبې یوه ورځ مخکې حلالیږي، د دې لپاره چې د څاروي پوټکی کلک شي ۲۴ ګړۍ په اوبو کې ایښودل کیږي.

کله چې د یوه خبریال په توګه مزار شریف ښار کې یوه میدان ته د دغې لوبې نندارې ته ورغلم، هلته مې ګڼ نندار چیان ولیدل چې د ټیمونو او پهلوانانو د ستاینې او هڅونې لپاره په ډېر شوق دغلته را غونډ شوي وو.

د پهلوان ( چاپ انداز) زړور توب، څالاکي او  د مټو زور نندارچیان په هیښتیا او هیجان کې را وستي وو، هلته د وز لوبې په میدان کې سیمه ییز سندرغاړي هم وو هغوي ګټونکي او بریالي پهلوانان په سندرو ستایل چې دغې صحنې لوبې ته لا نوره ښکلا ور بخښله او وز لوبه یې نوره هم د هیجان، شور او زوږ په لور بیوله او لا یې دغه لوبه د نندارې وړ ګرځولې وه.