د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ستراتیژیکو اړیکو کې د ستر سلاکار په توګه د وحید عمر د معرفي کېدو په مناسبت په جوړوې شوې غونډه کې، وروستیو امنیتي پیښو ته په اشارې ویلي، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتیاز ترلاسه کولو لپاره جنګ شدت مومي، اما دا باید د وارخطایۍ لامل نشي.

په دغو مراسمو کې ولسمشر غني ویلي، د افغانستان او اسلامي هیوادونو د علماو د فتوا په اساس روان جنګ مذهبي استناد نه لري، نو د پایته رسېدو لپاره یې باید سیاسي حل لاره ولټول شي. هغه زیاته کړه، ملي وحدت زموږ ټولو قوت او بریا ده او بحثونه باید د اساسي قانون په چوکاټ کې رغاوونکي وي.

د ارګ له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني د سولې مشورتې لویې په اړه هم څرګندونې کړې ده ویلي:د سولې مشورتي لویه جرګه کې به د افغانستان د کلیو، ولسوالیو، ښاروالیو، ولایتونو او بېلابېلو اقشارو استازي د سولې په اړه خپل وړاندیزونه او مشورې شریکې کړي.