د افغانستان ملي دفاع وزارت د بادغیس ولایت په بالا مرغاب او د هلمند ولایت په سنګین ولسوالیو کې د وروستیو خونړیو جګړو تازه جزئیات په ډاګه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل وایي، د هلمند په سنګین او بادغیس په بالا مرغاب کې دطالبانو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي او په دغو جګړو کې ۱۹ افغان سرتیري وژل شوي او شاوخوا ۲۵ تنه ټپیان دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند قیس منګل ویلي، د بادغیس بالا مرغاب ولسوالۍ ته د دې وزارت کومانډو ځواکونه رسیدلي او هلته وضعیت کابو او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لانذې دي.

ښاغلي منګل زیاتوي، د هلمند په سنګین کې شدیده جګړه روانه ده، تر دې دمه په دغې ولسوالۍ کې ۱۰ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۳ نو رټپیان شوي دي، د ده په خبره چې په دې جګړه کې طالبانو ته درانه تلفات ور اوښتې خو کره شمېره یې و نه ښوده.

د دفاع وزارت د ویاند له قوله د بادغیس په بالا مرغاب کې هم نښتې روانې دي، په دغو نښتو کې ۹ تنه افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

د دفاع وزارت ویاند په داسي حال کې د هلمند په سنګین او د بادغیس په بالا مرغاب کې د اوښتو تلفاتو خبره کوي چې د راپورونو له مخې او په سیمه کې د عیني شاهدان له خولې خپاره شوي مالومات ښيي چې هلته د اوښتو تلفات شمېر تر دې هم زیات دی.