د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار محمد عمر داودزي، نن یکشنبه د حمل ( وري) په ۴مه په کابل کې خبري غونډې ته ویلي چې، د سولې لپاره په مشورتي لویه جرګه کې د طالبانو د استازو په ګډون غور کیږي.

ښاغلي داودزي زیاته کړې اوس بحث پر دې روان دی چې د طالبانو استازي د سولې مشورتي لویې جرګې ته په رسمي او که په نا رسمي توګه را وبلل شي.

د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د مشورتي لویې جرګې د کمیسیون مشر، دغې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې، مونږ د دې ترڅنګ چې د مشورتي لویې جرګې د ترسره کولو لپاره تیاری نیسو پر دې مو هم بحثونه روان کړي چې د طالبانو استازي څه ډول په دغې جرګه کې ګډون وکړي، ده ویلي چې که  طالبان وغواړي د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون وکړي پر وړاندې یې هیڅ ډول خنډ نشته.

ښاغلي دواد زي وویل:”که په دغه جرګه کې د طالبانو واضح او غیر واضح استازي هم ګډون وکړي، نو موږ ورته ښه راغلاست وایو، ځکه ښه ده چې دوی هم له خلکو سره خپل نظرونه شریک کړي، حتی په دې اړه هم غور روان دی چې په دغه جرګه کې طالبانو ته د ګډون لپاره بلنه ورکړل شي او که نه؟ ګډون او نه ګډون بیا د هغوی کار دی.”

د سولې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وو د ۱۳۹۷ کال د کب وروستیو کې ترسره شوې واي وځنډیده، د حکومت د تصمیم له مخې دسولې مشورتي لویه جرګه به د روان کال د ثور په لومړیو لسو ورځو کې ترسره شي.

 دسولې د عالی شورا د مالوماتو پر بنسټ  دغې جرګې ته د ښځو په ګډون ۲۵۰۰ د خلکو استازي ور بلل کیږي.

د سولې عالي شورا  په داسي حال کې  دغې مشورتي لویې جرګې ته د طالبانو د استازو په ور بللو غور کوي چې طالبانو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو مکرر انکار کړی دی.