ولسمشر غني نن د ولسې جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي د جنازې په مراسمو د خبرو پرمهال ویلي چې، ښاغلی عبیدالله بارکزی غښتلی انسان و، د هغه د ځوانیمرګ زوی د غمشریکۍ لپاره  چې یې  ټلیفوني خبرې ورسره کولې، نو بارکزي ورته  ډاډ راکاوه.

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه کې رغلي، چې ولسمشر غني نن په شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د عبیدالله بارکزي اراو ته دوعا تر څنګ، د لوی کندهار ولسونو، ملي شورا او ټولو افغانانو ته د نوموړي د شهادت له امله تسلیت ویلی.

د ارګ له لورې د خبرې شوې خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني د ښاغلي بارکرزي دکورنۍ د سرښندنو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې د شهید بارکزي یو زوی اوس هم د ملي اردو په لیکو کې د هېود دفاع او خدمت کوي.

دغه راز ولسمشر، د ولسې جرګې د دې پخواني غړې د شهادت له امله د بیاځلي تسلیت تر څنګ د هغه له کورنۍ سره ژمنه کړې چې د یادې پېښې دقیقه او هر اړخیزه څېړنه به ترسره او پایلې به یې له دوی سره شریکې شي.

په ولسي جرګه کې د ارزګان دخلکو استازي عبیدالله بارکزي پرون د حمل ۳ مه په کندهار نامالومه وسله والو په ډزو و واژه.