د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین خان وایي، د عبیدالله بارکزي د قاتلینو د موندلو او نیولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي او قاتلین به یې په سزا ورسوي.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان پر خپله ټویټر پانه لیکلي:” عبیدالله بارکزی پر سوله مین، د ولس رښتینی استازی او د خلکو خواخوږی وو. زه د هغه د قاتلینو د نیولو او موندلو لپاره خپلې ټولې هڅې کوم او قاتلینو ته به یې حتمي سزا ورکوم”.

د کندهار د پولیسو مشر جنرال تادین خان رسنیو ته په دې اړه ویلي چې، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې برید ګرو بارکزی په ټلیفوني خبرو کې له خپلو ساتونکو څخه لرې کړی او وروسته یې تر برید لاندې راوستی او وژلی یې دی.

د کندهار امنیه قوماندان زیاته کړې چې په سیمه کې د پلټنې ټیمونه پر څیړنو لګیا دي،

د ده په خبره دپیښې په سیمه کې کلکه تالاشي پیل شوې، له پلټنې وروسته به نور مالومات له ولس سره شریک شي.

عبیدالله بارکزی پرون شنبه د حمل  په دریمه د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د ناپیژانده وسله والو له لوري په ډزو ووژل شو.

طالبانو رسنیو ته په لیږلې  خپر پانه کې د عبیدالله بارکزي د وژنې پړه نه ده په غاړه اخیستې.