د افغانستان ولسمشر  محمد اشرف غني نن د ۱۳۹۸ کال په لومړۍ ورځ په مزار شریف ښار کې د نوروز د جشن او د حضرت علي جنډې د پورته کولو په مراسمو کې ویلي:”  ۱۳۹۸کال به انشاالله و تعالی د سولې کال وي، سوله هر افغان ته له اکسیجن څخه هم مهمه ده، خو خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو، نه هغه سوله چې له هغې د وینې بوی راځي”.

 د نوروز ورځې د نمانځنې په پار دغې سترې غونډې ته وویل:” انتخابات او سوله د یو بل لازم او ملزوم دی، په دې معنی چې په انتخاباتو کې ولس صلاحیت ورکوی او خپله راتلونکې رهبری مسئوله ساتی چې څنګه سوله کوی او څنګه یې په نتیجه کې رسوی”.

ولسمشر زیاته کړې چې په تاریخ کې به دا ویاړ ورته پاتي شي، چې د سولې پروسه یې پیل کړې او د لومړي ځل لپاره یې د افغانستان په څلویښت کالو کې اور بنډ عملي کړی دی.

ولسمشر غني دا هم وویل:” زه په خپلو امنیتی او دفاعی قواو باندې نازېږم چې په یو امر یې ټول افغانستان کې اوربند وکړ، وزیر صاحب دفاع، وزیر صاحب داخله د زړه له کومې نه مننه، ټولو امنیتی او دفاعی قواو باندې موږ ویاړو. زموږ امنیتی او دفاعی قوا زموږ د سترګو تور دي او څوک چې ورته چپ ګوري، افغان ولس ته چپ ګوري. او تاسې فکر کوه چې څوک د ۱۵ زره یا ۳۰ زره افغانیو لپاره جنګېږی؟ دا د وطن رېښتینې بچیان دی، دا سترتېري دي، دا قهرمانان دي موږ ورباندې ویاړ کوو”.

هر کال د ګل سرخ مېله په مزار شریف ښار کې د حضرت علي پر مزار د جنډې په پورته کولو سره پیلیږي دغې پسرلنۍ مېلې ته د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو کسان ورځي سږ کال هم په زرګونو خلک د هېواد له بیلا بیلو ولایتونو څخه مزار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه ورغلي دي.