پرون  چهار شنبه د کب میاشتې په ۲۹ مه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال د راتګ د هرکلي په موخه د ولسمشرۍ ماڼۍ په انګړ کې نیالګی ایښی او هېواد والو ته یې د نوي ۱۳۹۸ کال مباریکي ویلې ده.

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پاڼه وایي، د دغو نیالګي له ایښودنې وروسته ولسمشر غني ویلي، سږکال د تېرو پنځوکلونو په نسبت ډېر اورښتونه شوي چې پر بنسټ به یې بزګرانو، بڼوالو او مالدارنو ته د هوسا ژوند زمینه برابره شي.

د خبر پاڼې په حواله ولسمشر غني ویلي:” په بادغیس، فاریاب،جوزجان او شمال ولایتونو کې وچکالي د مالدارانو څاروي تلف کړل، خو د خدای( ج) په فضل سږ کال د زیاتو ورښتونو له امله وطن شین او د زیات کښت او کار زمینه برابره شوې ده”.

د خبر پاڼې له مخې ولسمشر غني زیاته کړې چې، راتلونکې کال کې به د افغانستان لږ تر لږه ۲ سلنه اقتصادي وده وکړي، د هېواد جمهوررئیس دکرنې وزیر، د کابل ښاروال، والي او د سیمه ییزو ارګانونو عمومي ریاست ته لاښوونه وکړه چې د ساتنې او مراقبت واضح پروګرام  ترتیب کړي او د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دې د ارګ په څېر ښوونځي او پوهنتونونه  ښېرازه کړي.