نظامي چارواکي وایي، په ننګرهار پکتیکا او کاپیسا ولایتونو کې یې هوایي بریدونه ترسره کړي او د دغو هوایي حملو په پایله کې یې ۱۵ طالب وسله وال وژلي دي.

خامه پریس خبري اژانس ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، په ننګرهار کې د طالب وسله والو د برید مخه نیول شوې او په پایله کې یې یو طالب جنګیالی وژل شوی دی، دغه راز د دې ولایت په لعلپوره ولسوالۍ کې هم د دوو طالب وسله والو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د خبر پاڼې په حواله افغان ځانګړو ځواکونو د پکتیکا په اومنه ولسوالۍ کې هم د  طالبانو په پټن ځای حمله کړې او په پایله کې یې ۹ طالب وسله وال وژلي دي.

خبر پانه د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې هم د یوې هوایي حملې په پرمها د ۳ طالب وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.