د و لسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) له لوري د خپرې شوې خبر باڼې په حواله، ملي تدارکارتو کمیسیون د ولسمشر غني په مشرۍ  ۱۸۲ مه اونیزه ناسته کړې او په دغې ناسته کې یې د ۲،۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۹ تدارکارتي موارد منظور کړي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:”په دې غونډه کې، ملي تدارکاتو کمېسیون له وړاندې له جوړو شویو قطعاتو څخه د ۹۳ ښوونځیو د جوړولو قرارداد تړون راپور تأیید کړ. جمهور رئیس غني ټینګار وکړ، چې په دې اړه کاري ځنډ ورته د منلو نه دی”.

خبر پاڼه زیاتوي چې:”په عمده منظور شویو قراردادونو کې، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې د تدریسي او اداري تعمیر د ټکنالوژیکي تجهیزاتو تهیه او تدارک؛ د مستوفیتونو او ګمرکونو د ۳۱ څانګو لپاره د انټرنېټي خدمتونو تهیه او تدارک؛ او د کورنیو چارو وزارت اړوند د فاضلاب تصفیه‌خانو دستګاوو سیستم څارنه او ساتنه، د سپټیک څاه ګانو خالي کول او د جامدو کثافاتو لېږد شامل دي”.

په دغې غونډه کې په مرکز او ولایتونو کې د لوړو زده کړو وزارت اړونده د ۳۴ پوهنتونو کتابتونو ته د کتابونو د تهیې او تدارک، قرار داد رد شوي او اړونده بنسټونو ته لار ښوونه شوې چې په دیجیټالي ډول د کتابونو پېرل او په پوهنتونو کې د ژباړې او تالیف مرکزونو جوړوول دې و ارزوي.

دخبر پاڼې له مخې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د دارالانشاء عمومي ریاستونو د قراردادونو ارزولو راپور پر اساس به مسؤول چارواکي د عدلي او قضایي تعقیب په موخه لویې څارنوالۍ  ته معرفي شي.

په دغې غونډه کې ځینې پروژې منظور او د ځینو د بیا کتنې او ارزونې په موخه لازمې لارښوونې شوې دي.