نظامي چارواکي وایي، افغان ځانګړو ځواکونو په کابل، زابل، لوګر او غزني ولایتونو کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۹ طالب وسله وال وژل شوي، دغو ځواکونو د وسله والو یو پټن ځای  ویجاړ کړی او په هغوی پورې اړوند سلګونه کیلو ګرامه مخدره مواد یې له منځه وړي دي.

خامه پریس خبري اژانس ته د را لیږل شوې خبر پانې له مخې، افغان امنیتي ځواکونو په کابل کې د ځانمرګو برید ګرو د تنظیموونکو پر ضد عملیات کړي او په دغو عملیاتو کې یې ۴ تنه وسله وال وژلي د هغوی یو عراده موټر یې له منځه وړی دی.

د خبر پاڼې په حواله، ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ دوه هوایي حملې کړې او په دغو بریدونو کې یې ۱۱ طالب جکړه ماران وژلي دي. خبر پاڼه زیاتوي چې د لوګر ولایت په ازره ولسوالۍ کې  ۳ او د زابل ولایت په ترنک جلدک ولسوالۍ کې ۱ وسله وال وژل شوی دی.