د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په امریکا کې د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره کتلي دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي،” د لومړي ځل لپاره مې په متحده ایالاتو کې د افغانستان له سفېرې رویا رحماني سره وکتل. په دغې کتنه کې مې ورسره د افغان سولې د روان بهیر او په دغې برخه کې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې اترې وکړې”.

ده وویل:” په کومه لیکه چې روان یوه اسانه او نیغه لاره نه ده. په دې لیکه د مزل لپاره، اړینه ده چې له یوبل سره په ګډه قدمونه اوچت کړو”.

ښاغلی خلیلزاد په داسي حال کې د افغانستان له سفیرې سره په واشنګټن کې ګوري چې په دې وروستیو کې د افغانستان سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي په نقش او کړنو د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سختې نیوکې وکړې او د دغو افغان چارواکي څرګندونو د امریکایي چارواکو سخت غبرګونونه را وپارول.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلا کار حمدالله محب، د امریکا د بهرنیو  چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دې تورن کړی وو چې ګواکې د شخصي کټو په اساس یې افغان حکوت  د سولې په روانو  خبرو کې څنډې ته کړی دی.

ښاغلي محب له امریکايي خبریالانو سره  په یوه ناسته  دا ادعا هم کړې وه، چې په افغانستان کې داسې انګېرنه ده، چې ښايي ښاغلی خلیلزاد د داسې یوې لنډمهالې ادارې د جوړولو په لټه کې وي، چې مشري به یې پخپله کوي.