د “ولسمشر ته لیک فلم” مرکزي لوبغاړې لینا علم، د زیو سینما ۲۰۱۹ کال نړیوال فېسټیوال د غوره ښځینه لوبغاړي جایزه، وګټله.

د زیو سینما نړیواله نمانځغونډه، یو ۵۳ ورځنی فېسټیوال دی چې د تانزانیا په دارلسلام کې ترسره کیږي.

دغه فېسټیوال د ګینس کتاب یوه له سترو نمانځغونډو څخه ګڼله کیږي چې په عامه توګه اوس د سویزف په نوم پېژندل کیږي.

یاده نمانځغونډه پرون د فیبروۍ په ۲۳ په دوو برخو کې ترسره شوه چې د نړۍ سینما په برخه کې ۳۵ فلمونو له ۱۹ هیوادونو څخه دغې سیالۍ ته لاره موندلې وه چې یو پکې افغانستان هم وو.

د نړۍ سینما په برخه کې د دغې جایزې له ګټونکو څخه یوه هم لینا علم “ولسمشر ته لیک” فلم مرکزي لوبغاړې وه.

د غه فلم د رویا سادات په کار ګرده ګۍ سره له افغانستان څخه دغې نمانځغونډې ته نوماند شوی وو .