د افغانستان د کرېکټ ملي ټیم لوبډلمشراصغر افغان وایي د آیر لنډ پر خلاف د سیالیو را روانې لرۍ ته پوره چمتولی لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانستان او آېر لنډ د هرادون ښار په نړیوال ډګر راجیو ګاندي کې له یو بل سره درې شل اوریزې پنځه یو ورځنۍ او یوه  ټیسټ سیالۍ  لري، چې د دغې اونۍ د پنجشنې په ورځ د فبرورۍ په ۲۱ مه پیلیږي او د مارچ تر ۱۹ به ادامه پیدا کړي.

په دغې اعلامیه کې د کرېکټ ملي ټیم لوبډلمشر اصغر افغان له خولې ویل شوي:” ټیم له یوې اونۍ را هیسي په هندوستان کې پر تمرین بوخت دی، نو له دې کبله مونږ راتلونکو سیالیو ته پوره چمتوالی لرو”.

نوموړي زیاته کړې له آیر لنډ سره د افغانستان دغه لوبې راتلونکې نړیوال جام ته د تیاریو لپاره هم ګټورې سیالۍ ګنلې کیږي.

د دغې اعلاميې په حواله د آیر لنډ کرېکټ ټیم لوبډلمشر پاول سټرلینګ ویلي: د افغانستان ټېم یو پیاوړی ټیم دی چې له څو کلونو راهیسي په ۲۰ آوریزو لوبو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. دا لومړی ځل چې د هرادون په ډګر کې سره لوبیږو مونږ به هڅه وکړو چې لوبي وګټو تر څو له نورو لوبډلو سره د سیالۍ کولو چانس تر لاسه کړو”.