د  ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن د کب په ۲۲مه  رسنیو ته ویلي چې، د سولې د مذاکراتو لپاره په ۱۲ کسیز مرکچي پلاوي کې د بدلون د رامنځته کېدو احتمال شته.

ښاغلي مرتضوي ویلي،زمو د سولې په پلان کې راغلي دي چې د سولې مذاکره کوونکی ټیم ۱۲ کسه دی، خو ولې د بدلون امکان‌يې شته، هر وخت چې اړتیا شوه، زیات امکان شته چې بدلون په‌کې راشي.”

ولسمشرۍ مانۍ په داسي حال کې د افغان سولې لپاره په مرکچي ټیم کې د بدلون خبره کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له افغان حکومت څخه د سولې د خبرو لپاره د یوه پیاوړي ټیم د جوړولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خلیل‌زاد د دوشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۲ مه له طلوع ټلوېزیون سره مرکه کې هیله څرګنده کړې وه چې باید د افغان حکومت په مشرۍ د افغانستان له ټولو سیاسي ګوندونو یو “ګډ، قوي او ملي ټیم” جوړ شي چې په قطر کې د مذاکراتو بل اړخ وي.

نوموړي ویلي، داسې یو مرکچي ټيم ته اړتیا شته چې بااعتباره وي او د نورو سیاسي ډلو استازي هم په‌‌کې وي.

یوې حکومتي سرچینې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې حکومت اوس‌مهال د سولې لپاره د یوې ملي اجماع د جوړولو هڅه کوي.

ځینو حکومتي سرچینو چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، له اعلان شوي ټیم سره طالبان او خلیل‌زاد مخالفت لري، نو حکومت به د ملي اجماع له رامنځته کېدو وروسته د یو ملي ټیم د جوړولو لپاره کار پیل کړي.