جنرال جوزف ووټل د متحده ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان ویلي چې هیواد یې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.

جنرال ووټل پرون سه شنبه د سلواغې په ۳۰ مه د افغانستان ملي امنیت له سلاکار ډاکټرحمد الله محب سره په کتنه کې ویلي چې امریکا د سولې له یوې داسي پروسې ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سره ترسره شي، نوموړي  زیاته کړې ده چې هیواد یې له افغانانو سره په خپلو کړو ژمنو ولاړ دی.

ښاغلي جوزف ووټل په دغې لیدنه کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د ګاونډیو هیوادونو له لوري د عملي ګامونو پر اخیستو ټینګار کړی دی.

د ملي امنیت شورا له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، چې په دغې کتنه کې ډاکټر حمدالله محب د متحده ایالاتو له دوامدارې مرستې او د افغانستان د امنیتي قوتونو د تجهیز او غښتلتیا  له امله مننه او قدر داني کړې ده.

په دغې اعلامیه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر امنیتي مسایلو هم خبرې اترې کړې دي.