د ارګ له لوري په خپر شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د سلواغې میاشتې په ۳۰ مه  ولسمشر غني د امریکا د پوځ  د مرکزي قواندانۍ له قوماندان سره کتلي او په دغې کتنه کې یې ویلي چې، له ترهګرۍ سره مبارزه به ادامه ولري، څلوېښت کلن بحران به په اساسي توګه پای ته ورسېږي او افغانستان به د تلپاتې او باعزته سولې خاوند شي.

د خبر پاڼې په حواله په دې کتنه کې ولسمشر غني او جوزف ووټل د سولې پر پروسې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او پیاوړتیا په مسئله او د تروریزم پرضد د ګډې مبارزې په هکله خبرې کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي په دغې لیدنه کې جنرال ووټل ویلي،” اوسنی ماموریت او کاري دوره یې پای ته رسېدلې او پرځای به یې داسې څوک راشي چې د افغانستان له شرایطو سره بلد وي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، حکومت او خلکو سره به د ستراتېژیک همکار په توګه خپل کار ته ادامه ورکړي”.

ښاغلي غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو او د جنرال ووټل له خدمتونو څخه قدرداني تر څنګ  وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا پیاوړي شوي، مسلکي او محاربوي وړتیاوې یې ښې شوي دي.