د هند پوځ د کشمیر په سیمې پلوامه کې پر خپل پوځ د ترسره شوي برید مسول د پاکستان پوځ او آی ایس آی بللی دی.

د هند پوځ ویلي چې د پلوامه دغه برید د جیش محمد ترهگرې ډلې د پاکستان پوځ او د استخباراتي ادارې ISI په مرسته ترسره کړیدی.

د هند پر پوځ په دغه ځانمرگي برید کې د هند پنځوس امنیتي عسکر وژل شوي وو.

د هند د پوځ لوړپوړي چارواکو یوې مطبوعاتي غونډې ته ویلي چې د جیش محمد هغه کسان چې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په مرسته یې دغه برید طرحه کړی و، د هند پوځ یاد ټول کسان د سلو ساعتونو له پوره کیدو څخه مخکې وژلې دي.

د هند عسکرو ویلي و چې د ترهگرو سره یې په نښته کې درې تنه وژلې دي. د هند پوځ ادعا کړېده چې په دغو وژل شوو کسانو کې یو کس هلال احمد د کشمیر و او دوه وژل شوي ترهگر فهد او رشید د پاکستان اتباع و. په دغو کسانو دا تور لگول شوی چې د جیش محمد د مشر مولانا محمد اظهر نژدې کسان او د بمونو جوړولو ماهران و.

د هند پوځ دا هم وویلي چې برید کوونکي او وژل شوي ترهګر د پاکستان لخوا څخه  کنټرول کیدل.

د هند پوځ په کشمیر کې افراطیانو ته ګواښ کړی چې هر هغه څوک چې د ترهگرو فعالیتونو د ترسره کولو نیت وکړي، هغوي به یې په نښه کړي.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم ملت ته په وینا کې ویلي دي چې د هند تورونه بی بنیاده دي. هغه وویل: “دا نوی پاکستان دی، او نوی فکر دی. مونږ نه غواړو چې زمونږ خاوره د ترهگرۍ لپاره استعمال شي او یا بل څوک زمونږ په خاوره ترهگري وکړي.”