” می بوسمت در بین طالب ها نمی ترسی” د افغان ځوانې سندرغاړې هغه سندره ده چې د میینانو( ولنټاین) په ورځ یې په نیولي غږ وویله او په اوریدو سره یې ولولې را پاڅیدې.

ځوانې افغانې سندرغاړې غوغا تابان د سې شنبې په ورځ د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ په ۱۴ مه چې د میینانو له ورځې سره سمون خوري، د افغان شاعر رامین مظهر، شعر زمزمه کړ، د خپل فیسبک او یوټیوب له لارې یې خپور کړ.

د غوغا تابان دغه انځوریزه زمزمه په ټولنیزو رسنیو کې د دغې اونۍ تر ټولو ښه او خوږه  سوژه ده چې د مخکني کمپاین ” شاته نه گرځو” په تعقیب د زر ګونو فعالینو او د ټولنیزو شبکو د کارونکو له لوري لاس په لاس کیږي.

اغلې تابان خامه پریس خبرې اژانس ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې دغه سندره وویله او بیا یې د میینانو په ورځ له خلکو سره شریکه کړه، وویل:

” ما یوه انګیزه درلوده، چې د طالباني وضعیت په وړاندې د خپل ځان لپاره ځای مالوم  کړم، هغه هم د داسي یوه څه په مرسته چې طالبان یې ناروا بولي. غبرګونونه پراخ وو. خو دومره ویلای شم چې هیلې بخښونکي دي او اندیښمنونکي هم دي. زه فکر نه کوم چې په دغو غبرګونو کې ټول خلک چې له ماسره ملتیا ښيي د طالباني فکر مخالف دې وي. دغسې یو شی باید وحشناک و بلل شي ځکه هغه خلک چې په ډېره اسانۍ سره مونږ سپیڅلي بللای شي، په دغسې اسانۍ سره کولای شي چې ډبرې هم را باندې وو اوروي، او فاحشه راته ووایي، او یا مو د ښار په زړه کې و سوځوي. د طالبانو د راپورته کیدو ټولینزه ریښه داسي نه ده چې د سترګو په رپ سره ټول په یوه خوله  یوه کړنه یا وغندي او یا یې سپیڅلې وګني. په هر صورت د طالب په وړاندې غږ پورته کول زمونږ انساسي رسالت دی، ډار، غبرګون او تر شاه خبرې باید له پامه ونه غورځوو. له طالب سره رښتینې مبارزه د فردیت د بیا احیا یوه برخه ده”.

په کابل کې ډېری ځوانانو د میینانو ورځ په شعر ویلو سره و نمانځله خو په هرات ولایت کې بله کیسه ده هلته د یاد ولایت د امنیې قوماندان د خبر پاڼې په خپرولو سره د هرات اوسیدونکو ته خبر داری ورکړی چې هیڅ څوک نشي کولای د میینانو ورځ ونمانځې ځکه چې د علماوو او روحانینو د څرګندونو له مخې د دغې ورځې نمانځه په اسلام کې ناروا ګڼل شوې ده.

“شاته نه ګرځو” کمپاین له هغه وروسته په ټولنیزو شبکو کې پیل شو چې د طالبانو د بیا راتګ، لنډمهاله حکومت د جوړیدو، د بهرنیو ځواکونو د وتو او د ملي اردو د رنګیدو آوازې تر غوږو شوې.

افغانې ښځې له طالبانو سره د سولې په اړه ډېرې اندیښمنې دي ځکه د هغوی د حکومت پرمهال د کار او زده کړې حقونه ورڅخه اخیستل شوي وو.

دا په داسې حال کې دی چې د امریکا د ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو او نورو ښکلیو هیوادونو سره د سولې په تړاو خبرې روانې دي.

په دې وروستیو کې د فبرورۍ په ۵ مه او ۶ مه د افغانستان د حکومت له ګډون څخه پرته د افغان سیاسي مشرانو، مذهبي پیژندل شوو څېرو او طالبان ترمنځ په مسکو کې د افغان سولې په اړه غونډه وشوه.

په دغې ناسته کې طالبانو وویل چې د ښځو حقونو ته د اسلام په چوکاټ کې ژمن دي.

خو تر اوسه لا اندیښنې شته چې د بیان ازادۍ، د سځو د سیاسي او مدني حقونو او ټولټاکنو په برخو کې د دوو لسییزو لاسته راوړنې له طالبانو سره د سولې د تړون په کیدو له لاسه ونه وځي او افغانستان یو ځل بیا شاته تګ ونکړي.