د افغانستان په شمال کې نظامي ځایي چارواکي وایي چې د محاربوي عملیاتو په پایله کې یې طالبانو ته په سرپل او تخار ولایتونو کې درنه مرګ ژوبله ور اړولې ده.

۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې، د شنبې په ورځ د سلواغې په ۲۷ مه سهار مهال یې د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو پر ځایونو  ځمکنۍ حملې او هوایي بریدونه تر سره کړي دي چې په پایله کې یې ۱۰ طالب وسله وال وژلي او د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال حببي په ګډون یې ۹ تنه نور ټپيان کړي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بله اعلامیه کې راغلي چې د ولید عملیاتو پر دوام یې د سرپل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په ۲۷ مه عملیات تر سره کړي دي چې د دغو عملیاتو په لړ کې ۴ طالب جنګیالي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي. اعلامیه زیاتوي” دغه تلفات په داسي حال کې دښمن ته ور اوړي چې تېره ورځ جمعه د سلواغي په ۲۶مه د طالبانو دوه تنه مهم قوماندانان معاذ او قاري ګلبدین له ۲۱ تنه نورو وسله والو سره د توپچي هوایي بریدونو او مخامخ جکړې په پایله کې ووژل شول او ۲۶ تنه نور تروریستان زخمي شول”.