د غزني په مقر ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ او ور څېرمه ولسوالیو سلګونو اوسیدونکو د  اعتراض په موخه نن د څلورمې ورځې لپاره هم د کندهار کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې ده.

 معترضینو ځکه د کابل کندهار لویه لاره  د اعتراض په موخه تړلې ده، چې غواړي د غزني مقر ولسوالۍ دې ولایت شي دغه لاریوونکوونکي وایي چې د غزني ترڅنګ د زابل او پکتیکا ولایت ځینې ولسوالۍ باید د دې نوي ولایت کیدونکې سیمې برخه شي.

معترضین وایي چې،  د سردار محمد داود خان د حکومت په وخت کې د دغې ولسوالۍ د ولایت کېدو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه پورې نه ده عملي شوې دوي ویلي تر هغو چې حکومت د دغې ولسوالۍ د ولایت کیدو خبره نه وي ورسره منلي دوي به د کندهار او کابل لویه لاره د ترافیکو پرمخ تړلې وساتي او مظاهرې به یې دوام وکړي.

معترضین وایي چې  مقر ولسوالۍ په هر لحاظ د ولایت کیدو لپاره جوګه ده په دغې وسوالۍ کې د هوایي ډګړ د جوړیدو، د ښارګوټو د اعمار او د ځینو بنسټیزو اړتیا د ایجاد لپاره لا له پخوا څخه پلانونه جوړ شوي وو.

د غزنې ولایت د مقر او ور څېرمه ولسوالیو اوسیدونکو په داسي حال کې اعتراضونه پیل کړي دي چې د دې ولایت پر جاغورو ولسوالۍ سربیره د څلورو نورو ولسوالیو د ولایت کیدو پر سر بحثونه روان دي.